علمي و ادبي لیکنې
دلته یوازې علمي او ادبي لیکنې خپریږي.
اوبه د بدن نژدې ټولو حیاتي دندو لپاره اړینې دي. د هارورډ روغتيايي پوهنځي په وینا، د اوبو ځینې مهمې دندې په لاندې ډول دي:
• حجرو ته د غذایي موادو او اکسیجن رسول
• له مثانې د بکتریاوو ویستل
• په هضم کې مرسته
• د وینې فشار نورمال ساتل
• د بندونو ساتنه
• د غړو او نسجونو خوندي ساتل
• د بدن د حرارت درجه تنظیمول
• د الکترولایت (سوډیم) توازن ساتل
د ورځي دوې هګۍ خوړل عضلاتو، وېښتانو او پوستکي ته ګټور
دي
هغه کسان چي هره ورځ لږ تر لږه ۲ هګۍ خوري، خپل بدن ته ټول ۹ اړين امينو اسيدونه رسوي. دا امينو اسيدونه د عضلاتو، پوستکي، وېښتانو او د بدن د بيا رغېدو اساسي جوړښتي برخې دي. بدن دا امينو اسيدونه پخپله نه سي جوړولای، نو بايد د خوړو له لاري ترلاسه سي. له همدې امله هګۍ د پروټين له تر ټولو بشپړو سرچينو څخه شمېرل کېږي.
هګۍ د لوړ کيفيت پروټين برابروي چي له ورزش وروسته د عضلاتو په رغېدو کي مرسته کوي، وېښتان او نوکان پياوړي کوي، او د پوستکي د نرموالي او انعطاف په ساتلو کي رول لري. همدارنګه هګۍ مهم غذایي مواد لري، لکه کولين چي د دماغ د روغتيا لپاره ګټور دی او ليوټين چي د سترګو په ساتنه کي مرسته کوي.
د ډېرو نورو پروټيني خوړو په پرتله، هګۍ د امينو اسيدونو متوازن ترکيب په يوه ساده، ارزانه او په اسانۍ د لاسرسي وړ خوراک کي برابروي. له همدې کبله هګۍ د ورځني غذایي رژيم يوه ارزښتناکه برخه بلل کېږي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چي پر فټنس، بيا رغېدو او عمومي روغتيا باندي تمرکز لري.
🧪 د زنک (Zinc) کمښت څه شی دی؟
د زنک کمښت هغه حالت دی چې په بدن کې د زنک اندازه کمه شي. زنک یو مهم منرال دی چې د معافیت، د زخمونو د رغېدو، ودې، او د پوستکي او ویښتانو د روغتیا لپاره اړین دی.
🧠 ولې زنک مهم دی؟
زنک په لاندې چارو کې مهم رول لري:
🛡️ د معافیتي سیستم پیاوړتیا
🩹 د زخمونو ژر رغېدل
🧬 د حجرو وده او جوړېدل
💇 د پوستکي، ویښتانو او نوکانو روغتیا
👃👅 د بوی او خوند حس ساتل
🔍 د زنک د کمښت لاملونه
🍖 ناسمه تغذیه او د غوښې او پروټین کم استعمال
🦠 د کولمو د جذب ستونزې (لکه د کولمو ناروغۍ یا سیلیاک)
🌱 سخت نباتي رژیم پرته له مناسب بدیل څخه
🚽 مزمنه اسهال
🤰 امیندوارۍ او شیدې ورکول (د اړتیا زیاتوالی)
🩺 ځینې مزمنې ناروغۍ
⚡ د زنک د کمښت نښې
💇 د ویښتانو تویېدل
🤒 د معافیت کمزوري او د ناروغیو زیاتېدل
🩹 د زخمونو ناوخته رغېدل
👃👅 د بوی او خوند حس کمېدل یا له منځه تلل
🔴 د پوستکي دانې، خارښت یا وچوالی
😴 عمومي ستړیا او د تمرکز کمزوري
🧒 په ماشومانو کې د ودې ځنډ
🥩 د زنک بډایه حیواني خواړه
🦪 صدف (Oysters) – د زنک تر ټولو بډایه طبیعي سرچینه
🍖 د غوا او پسه سره غوښه
🥩 ځیګر
🍗 چرګ (په ځانګړي ډول تیاره غوښه)
🐟 ماهیان (لکه سردین او تونا)
🥚 هګۍ
🌱 د زنک بډایه نباتي خواړه
🌱 عدس، نخود او لوبیا
🌰 کاجو، بادام او چهارمغز
🎃 د کدو تخمونه
🌾 کنجد
🌾 بشپړ غلې دانې (بشپړ غنم او نسواري وریجې)
🧠 مهمې یادونې
✅ د حیواني خوړو زنک د نباتي خوړو په پرتله ښه جذبېږي.
✅ په غلو او لوبیاوو کې موجود فایټېټ (Phytate) د زنک جذب کموي.
✅ د لوبیاوو لندول یا تخمیرول د زنک جذب ښه کوي.
⚡ چټکه مشوره
🍖 + 🌰 + 🎃
هره ورځ د حیواني پروټین، مغز لرونکو خوړو او تخمونو ګډ استعمال د زنک اړتیا پوره کولو کې مرسته کوي.
⚠️ یادونه: دا معلومات یوازې د عامه پوهاوي لپاره دي او طبي تشخیص نه ګڼل کېږي. که د زنک د کمښت نښې لرئ، د ډاکټر یا تغذیې متخصص سره مشوره وکړئ.
سپی لرګي ته ګوري، لېوه لاس ته ګوري او ګيدړه سترګو ته ګوري. دا د حيواناتو درک دی خو د انسان لپاره په کې لوي درس پروت دی.
سپی لرګی ويني، د لرګي سره جنګېږي، پته ورته نشته چې دا لرګی څوک خوځوي. دا د هغو خلکو مثال دی چې يوازې غبرګون پېژني، د يو کار په پای خفه وي خو لامل يې نه معلوموي.
لېوه يو څه ژور دی، لاس ته ګوري، هغه ځای پېژني چې له کومه پر ده يرغل کېږي، ځان دفاع ته جوړوي او مقابله کوي.
ګيدړه سترګو ته ګوري، ستا نېت څاري، له حملې مخکې پرېکړه کوي، ځيرکه ده.
ستونزه مه پېژنه، هغه لاس مه پېژنه چې ستونزه توليدوي بلکې د ستونزې سرچينه وپېژنه چې د چا په نېت کې زېږېدلی ده.
د لرګي سره مه جنګېږه، لرګی ړوند شی دی، د لاس سره دښمني مکوه شايد بدل شي، سترګې مطالعه کړه، ګوزار له هغه ځايه رامنځته کېږي.
د سټیج ویره (Stage Fear) څه شی ده؟
سټیج ویره هغه ویره، اندېښنه یا بې قراري ده چي یو څوک یې د خلکو و مخ ته د خبرو کولو، وړاندي کولو، یا فعالیت کولو (لکه وینا، ډرامه یا پریزنټېشن) پر مهال احساسوي.
د سټیج د ویري د کمولو آسانه لارې:
۱. له مخکي څخه تمرین وکړئ
زیات تمرین اعتماد زیاتوي او ویره کموي.
۲. اورېدونکي خپل دوستان وګڼئ
هغوی دښمنان نه، بلکي ستاسو ملاتړي او خیرخواهان دي.
۳. ژوره ساه اخیستل تمرین کړئ
دا بدن او ذهن دواړه اراموي.
۴. د هنداري مخ ته تمرین وکړئ
خپل حرکات او سکنات کنټرولول زده کړئ.
۵. له کوچني مجلسه پیل وکړئ
ورو ورو د لویو خلکو مخ ته وینا کول درته اسانه کېږي.
۶. د غلطۍ وېره پرېږدئ
غلطي د انسان طبیعت دی – مهمه دا ده چي مخ ته ولاړ سئ.
۷. منفي سوچونه بدل کړئ
"زه به ناکامه سم" تبدیل کړئ: "زه به خپله غوره هڅه کوم."
۸. آرام لباس واغوندئ
هغه جامې چي تاسو ته اعتماد درکوي، غوره انتخاب کړئ.
انتون چیخوف وايي:
په ناکامو ټولنو کي د هر سالم عقل پر وړاندي زر احمقان وي،
د هري هوښیاري خبري په مقابل کي زر بې ځایه خبري اورېدل کېږي.
اکثریت پکي ناپوهان وي، او همدغه اکثریت تل پر هوښیارو برلاسي وي.
نو که ته ووینې چي په یوه ټولنه کي بې ارزښته موضوعات د پوهي پر خبرو غالبه سوي،
او سطحي انسانان د صحنې مخکښان ګرځېدلي وي،
نو پوه سه چي ته د یوې ډېري ناکامي ټولني په اړه خبرې کوې.
مالک بن نبي وايي:
که غواړې یو تمدن ړنګ کړې:
ښوونکي یې سپک کړه،
ډاکټران یې ذلیله کړه،
عالم یې بې ارزښته کړه،
او بې ارزښته خلکو ته ارزښت ورکړه.
علي الوردي وايي:
که غواړې چي په یوه ټولنه پوه سې نو هغه کسان وګوره چي ټولنه یې درناوی کوي،
خپله به د هماغي ټولني حاکم تمدني لوری او راتلونکی وپېژنې.
10/12/2025
بهتازگی ۱۰۰ followers دنبالکننده بهدست آوردهام! با تشکر از شما بابت حمایت مداوم. هرگز نمیتوانستم بدون تک تک شما موفق شوم. 🙏🤗🎉
بهلول په هدیره کې
یو چا بهلول په هدیره کې ولید، پوښتنه یې ورنه وکړه: دلته څه کوې؟ بهلول وویل: له داسې خلکو سره یم چې که ورنژدې یم، ځوروي مې نه، که ترې لرې شم، غیبت مې نه کوي او که د غفلت په خوب ویده شم، د حال په ژبه مې بیدار ساتي.
نوټ: دا حکایت موږ ته دا درس راکوي چې:
له انسانانو نه، بلکې له قبرونو ډېر څه زده کېدای شي؛ ځکه هغوی د تکبر، غیبت او ځورونې څخه خالي دي او د مرګ یاد موږ د غفلت له خوبه بیداروي.
کتاب:ځنګل
لیکوال: اسدالله غضنفر
ډاکټر په پوهنتون کې خپل لکچر تشريح کاوه، چې تشريح شروع شوه، يو محصل شپيلک وواهه!
ډاکټر چپ شو، وویل: شپیلک چا ووهله؟.
او هیچا ځواب ورنکړ
تشريح يې بیا شروع کړه او شاګرد شپيلۍ تکرار کړه، نو ودريده ويل يې شپيلۍ چا ووهله؟؟
او چا ځواب ورنکړ ؟؟
تشريح ته یې دوام ورکړ او شپيلۍ په دريم ځل بيا راغله !!
نو ډاکټر قلم کتابچه کې کېښود او ویې ویل چې لکچر ختم شو !!
مګر زه به تاسو ته زما په اړه یوه کیسه وکړم
نو ارام او پام وړ!؟
یوه شپه بې خوبي وه خوب مې نه راتلو نو له کوره راووتم نو روان شوم، زما مطلب چیرته لاړ شم او په کوڅو کې ګرځیدم له یوې بوډۍ سره مخ شوم چې د هغې په لاس کې دروند بار وو زه ودرېدم د هغې تر څنګ او پوښتنه مې ترې وکړه چې ایا مرستې ته اړتیا لري نو ما تشریح کړه
په موټر کې مې سپور کړ، په لاره کې مې فکر وکړ چې ما پېژني، بیا یې زما په سترګو کې وکتل او راته یې وویل:
ډاکټر: ستا په پوهنتون کې مې یو نامشروع زوی دی، غواړم چې ته یې سم کړی، نو ما ورته وویل ښه، نوم یې راته وښایه چې ویې پېژنم، هغه نه غوښتل چې نوم یې راته وښایی، نو مسکۍ شوه، وویل وبه شې. پرته له دې چې نوم یې یاد کړم، وبه یې پېژنئ، ځکه چې شوخ هلک دی او شپیلک زیات وهي نو په لکچر کې ټولو زده کوونکو شپیلک وهونکي ته مخونه کړل!
ډاکټر ورته وویل بچیه دلته راشه. زه فکر کوم چې ما خپله دوکتورا د مولی بازار څخه نده ترلاسه کړي !
خطرناک عادت: د شپې په لوږه ویده کېدل
ډېری خلک فکر کوي چې په لوږه ویده کېدل وزن کموي، خو برعکس دا عادت بدن ته زیان رسوي.
ولې خطرناک دی؟
بدن د فاسټینګ سټریس حالت ته داخلېږي.
د وینې شکر ټیټوي، زړه ګډوډوي، معده تیزابوي، او خوب خرابوي.
سبا ورځ سستی، دروندوالی او کم انرژي رامنځته کېږي.
اصلي زیانونه:
1. معده تیزاب کېږي او سهار جلن او دروندوالی وي.
2. په زړه فشار زیاتېږي ځکه شکر ټیټېږي.
3. دماغ کمزوری کېږي — حافظه او تمرکز کمېږي.
4. وزن نه کمېږي، بلکې زیاتېږي ځکه بدن د چربي زېرمه کولو حالت ته ځي.
5. خوب خرابېږي او بېقراري پیدا کوي.
حل
د ویده کېدو نه ۱ ساعت مخکې یوه سپکه، لږه غذا وخورئ:
نیم ګیلاس شیدې،
یا یوه کیله،
یا ۵ بادام.
یاد ولرئ:
په لوږه ویده کېدل ډایټ نه دی، بلکې د بدن د ټولو سیستمونو لپاره زیانمن عادت دی.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
کابل
Kabul
6271723