افتاب کوچی Aftab Kochi
دتازه خبرونو پرمختګو دهیواد تازه حالاتو نه دځان خبرولو لپاره زمونږ صفحه یی غوره انتخاب دۍ
دهیواد دهوا حالاتو تازه
اټکیز معلومات دلته 👇👇کتلاۍ شۍ
دهوا پیژندنی ملی اداره Afghanistan weather
09/08/2026
وړ
_خلکو نه دویزی لګولو او خارج ته دتګ پخاطر پیسی اخیستی چی نه ویزه شته او نه دخلکو پیسی اوس یی خبره رسنیزه او رسوا شوی خلک وایی هره ورځ نوی وعده ورکوی او پیسی مو ځنډوی له مسولینو مو غوښتنه داده چی ددغریبو او بیوزلو خلکو دپیسو مخه دی ونیسی او دشرکت مسول دی ونیسی کنه دا به هم دخلکو زیاتی پیسی یوسی یواځی حکومت کولی سی ددی سړی مخه ونیسی
دهوا پیژندنی ملی اداره Afghanistan weather
20/07/2026
إِنَّـا لِـلَّـهِ وَ إِنَّـا إِلَـیْـهِ رَاجِـعُـونَ
د کنډک له قوماندان روسته د نورستان ښاروال او شپږو نورو یارانو جـ*سدونه هم وموندل شول.
هلته د پارون ښاروالۍ وداني د سیلاب وړلو لامله 43 ته شـ&ـیدان رسېدلي او لا هم پلټنې روانې دي.
انا لله وانا الیه راجعون
دهوا پیژندنی ملی اداره Afghanistan weather
دهیواد دهوا حالتو
دتازه معلوماتو لپاره مو دا👇فیسبوک فالوکړۍ
دهوا پیژندنی ملی اداره Afghanistan weather
26/04/2026
/2/7_دهیواد_په23_ولایتونوکی_دسخت_باران_اوسیلابونواټکل_شوی
د د ترانسپورت او هواي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو، تالندې برېښنا، بادونو او ناڅاپي سېلابونو خبرداری ورکړی دی.
نوموړي ریاست یکشنبه د غويي پر ۶مه په یوې خبرپاڼې کې لیکلي چې سبا په پروان، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، سمنگان، بلخ، سرپل، فاریاب، غور، بادغیس، هرات، فراه، دایکندي، بامیان، غزني، میدانوردک، لوگر، کابل، ننگرهار، پکتیا، خوست، تخار او بدخشان کې د ورښتونو اټکل شته.
د خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت کچه د (۱۰ او ۳۰ ملي مترو) ترمنځ وي.
همدارنګه په مرکزي، لویدیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د بادونو اټکل هم شوی دی.
په بېلابېلو سیمو کې د بادونو چټکوالی په ساعت کې د (۵۰ او ۸۰ کیلو مترو) ترمنځ ښودل شوی دی.
ګرانو دوستانو پوست درسره تر نورو دوستانو ورسوۍ
زمونږ دا نوی فیسبوک درسره فالوکړۍ
👈 تازه خبرونه او دهوا اټکلېز معلومات
👈 حقانی طالب
21/04/2026
الله اکبر
له ټولو مننه
د دغه شهي.د کورنۍ پیدا سوه،
نوموړی احسان الله نومیږي، د نېک محمد زوی دی،
د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ د پټ
سيفن اوسېدونکی دی.
جسد به یې ان شاء الله نن و هلمند ته را نقل سي، خدای دي وکي چي د تدفین د مراسمو شرف یې تر لاسه کړو.
کټ_مټ د اصحاب کهف تاریخ دي
حقانی طالب
18/04/2026
هیله کووم دداسی زاړه شیانو مندلو لپاره مو ماشومانو ته لارښونه وکړۍ دیو استاد په وینا👇
😭
یو ښوونڪي لیڪلي: ښوونځي ته له رسیدو سره سم یو زدهڪوونڪي په ټيټ اواز راته وویل: استاده! په دویم ټولګی ڪې یوه زدڪوونڪي ښوونځي ته بم راوړی.
زه هم په ارامه هغه صنف ته ننوتم او د هغه ماشوم د ڪتابونو بڪسه مې را پورته ڪړ. ڪله چې مې بڪسه په لاس ڪې واخیسته، وزن یې زیات معلوم شو. بڪسه مې چې خلاصه ڪړه، د هاوان د مرمۍ په لیدو سره حیران شوو. له ماشوم څخه مې وپوښتل چې دا دې له ڪومه ڪړه او په دې څه ڪوې؟
هغه راته وویل: استاده! غوښتل مې چې دا په ڪباړ ڪې خرڅ ڪړم او ځان ته پرې یو قلم او یوه ڪتابچه واخلم.😭😭
15/04/2026
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د اټکل له مخې به د روانې وري میاشتې له ۲۷ تر ۲۸ نېټې په ۲۶ ولایتونو کې نسبتا ً شدید باران وشي او په ځینو سیمو کې به سېلابونه راووځي.
د اټکل له مخې به هرات، غور، بادغیس، فراه، نیمروز، دایکنډی، روزگان، غزني، سرپل ، فاریاب، بلخ، سمنگان، لوگر، میدان وردګ، کابل، پنجشیر، کاپیسا، پروان، ننگرهار، لغمان، کونړ، نورستان، بدخشان، تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې بارانونه وشي او د سیندونو د اوبو سطحه به لوړه شي.
سرچینې له خلکو غوښتي چې د ورښت پرمهال سیندونو او رودونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړی
04/04/2026
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا په هرات، فراه، نیمروز، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل، غور، دایکندي، ارزګان، هلمند، کندهار، بغلان، سمنګان، تخار، بدخشان، کندوز، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ او نورستان ولایتونو کې د تېز باران، تالنده برېښنا او سېلابونو راوتلو وړاندوېينه کړې،
یادې ادارې همداراز په لوېدیځو، سویلي او شمالي ولایتونو کې د تېزو بادونو الوتو اټکل کړی دی.
تازه خبرونه او دهوا اټکلېز معلومات
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
افتاب کوچی
Kabul