چاپيريال ساتنه Environmental Protection

چاپيريال ساتنه Environmental Protection

Share

چاپيريال ساتنه د ټول بشريت مشترک مسئوليت دی

22/07/2026

د ځنګلونو په کښت او ساتنه د سیلابونو مخه ونیسئ؛
ځنګلونه د طبیعت طبیعي ساتونکي دي. ونې د باران اوبه جذبوي، د خاورې د ښویېدو مخه نیسي او د اوبو چټک جریان کموي. کله چې ځنګلونه پرې شي، باراني اوبه په چټکۍ سره سیندونو ته بهېږي او د ویجاړوونکو سیلابونو خطر زیاتوي. له همدې امله د ځنګلونو ساتنه او د نویو ونو کرل د سیلابونو د مخنیوي له تر ټولو اغېزمنو او دوامداره لارو څخه دي. راځئ د خپل چاپېریال د ساتنې لپاره ځنګلونه خوندي وساتو.

21/07/2026

د زیاتو سیلابونو عمده علتونه او د مخنیوي لارې چارې؛
سیلابونه هغه طبیعي پېښې دي چې د ډېر باران، واورې د چټک ویلې کېدو، یا د اوبو د سرچینو د زیاتوالي له امله رامنځته کېږي. په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو او چاپېریالي تخریب له امله د سیلابونو شدت او تکرار زیات شوی دی.
:
١- شدید او دوامدار بارانونه: کله چې په لنډ وخت کې ډېر باران وشي، د ځمکې د جذب وړتیا کمه وي او اوبه سیلاب جوړوي.
٢- اقلیمي بدلون: د نړۍ د تودوخې زیاتوالی د سختو بارانونو او ناڅاپي موسمي بدلونونو لامل ګرځي.
٣- د ځنګلونو وهل: ونې د باران اوبه جذبوي؛ د هغوی له منځه تلل د اوبو چټک جریان زیاتوي.
٤- د سیندونو او ویالو بندېدل: د کثافاتو، شګو او نورو خنډونو له امله د اوبو طبیعي لاره بندېږي.
٥- غیر منظم ښاري پراختیا: پر طبیعي اوبو لارو ودانۍ او سړکونه جوړول د سیلاب خطر زیاتوي.
٦- د غرونو او غونډیو تخریب: د نباتاتو له منځه تلل د خاورې د ښویېدو او د اوبو د چټک بهیر سبب کېږي.
٧- د بندونو یا اوبو زېرمو ماتېدل: که بندونه زیانمن شي، ناڅاپي او لوی سیلابونه رامنځته کوي.

* د ځنګلونو ساتنه او د نویو ونو کرل.
* د سیندونو، ویالو او کانالونو منظم پاکول.
* د سیلاب ضد بندونو، استنادي دېوالونو او د اوبو د کنټرول تاسیساتو جوړول.
* د ښاري پلان جوړونې پر مهال د اوبو طبیعي لارې خوندي ساتل.
* د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو لپاره د چاپېریال ساتنې پروګرامونه پلي کول.
* د هوا وړاندوینې او د وختي خبرداري سیسټمونه پیاوړي کول.
* د خلکو عامه پوهاوی لوړول او د بیړني حالت د چمتووالي روزنې ورکول.
* په سیلاب ځپونکو سیمو کې د کورونو او عامه تاسیساتو جوړولو مخنیوی.

Photos from ‎چاپيريال ساتنه Environmental Protection‎'s post 23/01/2026

د واورو زېرمه کول، د اوبو دوامداره مديريت او د وچکالۍ پر وړاندې اغېزناکه حل‌لاره;
د واورو زېرمه کول د طبيعي اوبو د مديريت له اغېزمنو لارو څخه ده چې د غرنيزو سيمو لپاره ځانګړی ارزښت لري، ځکه واوره د يخچالي زېرمو په بڼه د اوبو يو تدريجي او منظم سرچينه برابروي او د پسرلي او اوړي په مياشتو کې د ذوب کېدو له لارې د ځمکې لاندې اوبو ته د نفوذ زمينه مساعدوي؛ د واورو د ساتنې، بندونو، واورو نيونکو جوړښتونو او د اوبو د ورو جريان سيستمونو په مټ کېدای شي د باران او واورو ضايعات راکم او د ځمکې لاندې د اوبو سطحه لوړه وساتل شي، چې دا چاره د وچکالۍ پر مهال د ژورو او وچو څاګانو د بيا احيا کولو لپاره حياتي رول لري. کله چې د واورو اوبه په منظم ډول د خاورې ژورو طبقو ته ورسېږي، نو د طبيعي فلټراسيون له لارې د ځمکې لاندې اوبه تغذيه کېږي، زړې څاګانې بېرته اوبه نيسي او د نويو څاګانو د کيندلو اړتيا راکميږي، سربېره پر دې د کرنې، څښاک او مالدارۍ لپاره د اوبو ثبات رامنځته کوي او د وچکالۍ اقتصادي او ټولنيزې اغېزې کموي. په اوږدمهاله توګه د واورو پر بنسټ د اوبو مديريت نه يوازې د اقليمي بدلون منفي اغېزې مهاروي، بلکې د سيمه‌ييزو ټولنو د ځان بسيا کېدو، د چاپېريال ساتنې او د پايداره پرمختګ لپاره يو طبيعي، ارزانه او چاپېريال‌ ساتنې حل ګڼل کېږي.

15/08/2025

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په خوست کې ۶ چیک ډېمونه جوړ کړي دي.
دغه چیک ډېمونه د ۲۰ کلیو شاوخوا ۵۷ زره او ۸۰۰ اوسېدونکو ته ګټه رسوي.
هر چيک ډیم ۱۵۰۰ متر مکعبه اوبه زېرمه کوي او د ځمکې د تخریب مخه نیسي، د سېلابونو مخنیوی کوي، کرنیزو فعالیتونو ته وده ورکوي، د ځمکې تر سطحې لاندې د اوبو زېرمي پیاوړي کوي او د ایکوسیسټم په بیا رغونه کې مرسته کوي.
یاد چیک ډېمونه د "نړیوال چاپیریال اسانتیا" په مالي مرسته جوړ شوي دي.
Food and Agriculture Organization of the United Nations (FAO)
Global Environment Facility

Photos from ‎چاپيريال ساتنه Environmental Protection‎'s post 06/08/2025

څنګه_کولی_شو_وچ_څاګان_بېرته_ژوندي_کړو #
په هغو سیمو کې، چې د اوبو سطحه ښکته شوي وي او له امله يې څاه ګان وچ شوي وي او یا د ابو له کمښت سره مخ وي، کولی شی د باران اوبه مدیریت او وچ شوي څاګان بېرته را ژوندی کړي.
که دا کار د يوې سیمې خلکو لخوا په پراخ او اتفاقی ډول تر سره شي ښه نتيجه به ولري.
دلته څو مهمې طریقې درته دی چې د باران اوبو په مرسته د ځمکنيو اوبو د سطحې لوړولو لپاره کارېدلی شي:
١- د کورونو په شاوخوا کې داسې څاه ګان وکندل شي، چې په هغه کې د باران اوبه جمع شي.
٢- د کلیو په شاوخوا کې داسې کندې جوړې شي چې د باران اوبه په کې ذخیره شي.
٣- د وچو څاګانو په شاو خوا کې داسې څاګان وکندل شي، چې د بامونو او چتونو رڼې اوبه د غټو پایپونو پواسطه په کې ذخیره کړی شي.
٤- که د کلي په شاوخوا کې شنډې غونډۍ او دښتې وي باید داسې ونې بوټي په کې وکرل شي، چې زیاتې اوبه ذخيره کوی.
٥- که د اوبو له جدي کمښت سره څوک مخ وي کولی شي، د فلتر طریقې څخه استفاده وکړي، پداسې ډول چې د کندل شویو څاګانو په ښکتنۍ برخه کې د پلستر میده سال (شګه) واچوی، په منځۍ برخه کې متوسط شګه او په پورتنۍ برخه کې غټه شګه واچول شي.
٦- که د کلیو په شاوخوا کې وچ خوړونه وي، په خوړونو کې د خای پر خای داسې بندونه جوړ شی، چې د باران اوبه په بندونو کې د ډېر وخت لپاره پاتې شي، ترڅو ځمکه يې جذب کړي.
که له پورته ساده طریقو څخه استفاده وشي او د باران اوبه په ښه طریقه مدیریت شي، لیرې به نه وی چې په خمکه کې به د اوبو سطه لوړه، وچ شوي څاګان به بېرته ژوندي او اوبه پریمانه شی.

28/07/2025

تر 2030 کال پورې به ډېرۍ هېوادوال د اوبو له جدي کمښت سره مخ شي، باید سر له اوسه يې غم وخوړل شی

27/07/2025

کال په کال د هوا تودیدو لاملونه

14/06/2025

وروسته له هغه چې د ایران د "نطنز" اتومي تاسیسات تر برید لاندې راغلل، دا اندېښنه پیدا شوې چې ښايي راډیواکټیف (اتومي) وړانګې یا ککړ مواد فضا ته خپاره شوي وي. که دا وړانګې خپرې شوې وي، د لویدیځو بادونو له امله امکان لري چې دا ککړې وړانګې د افغانستان لویدیځو ولایتونو ته — یعنې هرات، فراه او نیمروز — په راتلونکو ۳۵-۴۰ ساعتونو کې ورسېږي.
دا وړانګې د انسان په سترګو نشی لیدلي، خو ډېر خطرناک دي، ځکه چې د تنفس، خوړو، اوبو یا پوستکي له لارې بدن ته داخلیږي او سرطان، جنیټیکي ستونزې او نورې سختې ناروغۍ رامنځته کولی شي.
همداراز خلکو ته د احتیاطي او وقایوي تدابیرو سپارښتنه ده.
د باران نه لمس کول، د کوټو کړکۍ بندول،د خوړو پاک ساتل،د فلټر ماسک کارول، بی سرپوښه سطل اوبه څخه څښلو ډډه کول او لمس کول، ترکاری باب څو ځلی مینځل او داسې نور صحي موارد په نظر کې ونیسی..او خپل کورني ژوند او روغتیا ته مو جدي پاملرنه وکړی.
خلک باید خبر، چمتو، او وقایه وکړي، حتی که رسمي ادارې لا دا خبر نه وي تایید کړی.

Photos from ‎چاپيريال ساتنه Environmental Protection‎'s post 12/06/2025

#خبرتيا!
د بارانونو کمښت له امله د اوبو سطحه ښکته شوې، چې ممکن ډېری څاه ګان وچ شي، د خپل توان تر حده د اوبو استخراج او مصرف کم کړئ.

20/11/2024

؛
پاک چاپيريال هغه صفا ماحول ته ویل کېږي، چې په هغه کې هوا، اوبه، او ځمکه له ککړتیا څخه وساتل شي، انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو ته په کې زیان ونه رسيږي.
د چاپيريال پاک ساتل د ککړتیا مخنیوي او د طبیعي سرچینو د خونديتوب لپاره خورا اړين ګام بلل کيږي.
د دې لپاره چې پاک چاپيريال ولرو، باید د بې ځايه د تقاضاء (فاضله موادو) اړتيا رفع کولو، د خوراکي توکو پاتې شوني غورځولو او د بې کيفيته سون موادو (ربړونو، پلاستيک...) سوځولو څخه ډډه وکړو.

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Address


Kabul Afghanistan
Kabul