دستار ادبي بهیر/ Dastaar Adabee Baheer

دستار ادبي بهیر/ Dastaar Adabee Baheer

Share

دستار ادبي بهیر د پښتو ادب ودې او پرمختګ ته ژمن بهیر
هغه بهیر چې تاسې له پیاوړي، غښتلي او اغیزناک کوي

15/08/2024

دروغ به دې نن ډاډمن!
مګر سبا پامن کړي

15/08/2024

په ما دې نیمې زده کړې پرېښوې
له تا دې ژوند په نیمایي کې پاتې شینه
ټپه، لنډۍ، ټیکۍ
راټپه شئ ملګرو!
Mohabat Afghan
Hayat P T M
Tahir Sarhadi T S
Hyder Pashteen
Jasim Bazigar Wazir
Abid Zadran
Karim Sahil

11/08/2024

شاعر
یوسف مخی سړی "شاه نواز باقر صېب
انتخاب
رحمت الله وحدت وزیری الافغاني
ــــــــــــــــــــــــــــــ😍💔❤💝ــــــــــــــــــــــــــــــ
خیال دې ولې دومره ښه دی
ستا خو عـمر دومره نــــه دی

غورځـــــومه پـــــه کې کاڼـې
زړه مې ټــول اوبــه اوبــه دی

شړق بـاران پـــرې راوریــــږې
لیونی پـــــه کې ویـــــــده دی

د مـــــرۍ نه مې تــــاو شــوی
بیا د چــــا د سر ویښتــــه دی

پــــه مېږي ماتــــــوم مینـــــه
ستــــا د کــــور د دیــوالـه دی

تـــــاتـــه غـــــږ کـــوي بــاقـره
څوک ولاړ پاسه پـه غـــره دی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سلامونه مینوالو ستړي مشئ
خدای تعالی مو روغ جوړ،خوشحاله،سوکاله ادپ پاله او مینه پاله لره.
وبعده
نن مو بیا ښه او په تول برابر انتخاب کړی دی
د باقـــر صېب له رنګینیو او خوندونو ډک غزل مو دا دی ستاسو مخې ته کېښود!
و ئې لولئ، فکر او تفکر پکې وکړئ او نوي خبره دا چې خپل نظر مو راسره شریک کړئ.
زمونږ باقر صېب زمونږ د کوزې پښتونخوا باشنده دی، ډېر روښن فکره، هر اړخېز او دروند شخصیت دی! په قام او ژبې رېښتیا مئین دی یعنی مینه ئې اصلي او بنیادی ده. خدای دې وکړي چې لا پسې مینه ناک شي 🙏

10/08/2024

غلامان تل له آزادۍ څخه تښتي کله ئې چې یو بادار پرېږدي نو د بل بادار په لټه کې شي.
ــــــــــــ
د علامه سید جمال الدین افغاني له ویناوو څخه
ــــــــ..*
غلامي یوه نشه ده چې څوک پې اموخته شي بیا ئې پرېښودل ورته ډېر سخت او ان چې ناشوني وي.
انسان خدای تعالی ازاد پیدا کړی دی او باید ازاد ووسي!

10/08/2024

په ښو اخلاقو سره کولی شو چې هر څوک خپل کړو او د هر چا خپل شو

09/08/2024

چا ویل چی تش د پوهیدو نښه ده
ژبــه د قــــام د پــیــژنــدو نښــه ده

چی خپلی ژبې تــه قام پام نه کوی
نـو یــی همــدا د ورکیــدو نښــه ده

ستوری پښتو بـاندی پښتو پکار ده
په ژبــه ننــګ د ننــګیالــو نښــه ده
ـــــــــــ
ډاکټر کبیر ستوری
کوم قام چې خپله ژبه سپکه وګڼي سپک به شي
الحمدلله چې خدای په پښتو نازولي یو!
هڅه، زیار او کوښښ به کوو چې خپله ژبه د نړۍ د ژبو سره سیاله کړو.
که هر څوک د خپلې برخې ډېر لږ کار هم وکړي ستر بدلون به راشي!!!!!
Jasim Bazigar Wazir

09/08/2024

شاعر
اکبر سیال صېب
انتخاب
رحمت الله وحدت وزیری الافغاني
ــــــــــــــ در واخلئ دغه له خوندونو ډک غزل👇

رنګونه د سپرلـي د ګل غـوټۍ د مخ نــه جوړ کړه
يو داسې ښکلی مخ د زنـدګۍ د مخ نــه جوړ کړه

مـــودې وشوې د عـــرش نــه تماشه کوې د فرش
يا خدايه دا وطن مې د خدايۍ د مخ نه جوړ کړه

د عــلــم او هـــنـــر د تـجـروبـــو د فــن اسـتــاذه
يو خيال لــه مې پيکر د آذادۍ د مخ نه جوړ کړه

را کــوز شـه د آسـمـان د سِــيارو او س‍ِــتــارو نـه
يو داغ راته پۀ زړۀ کښې دسپوږمۍ دمخ نه جوړ کړه

وحشت دی کرښې کرښې وینې وینې هر يو مخ دی
مُسکی مُسکی ګلاب د بېوسۍ د مخ نه جوړ کړه

يه ســــيــــالــه ښــيـواګــره يه جــانــانــه مُصوره
د ژوند د ناوې کــور د غــرڅنۍ د مخ نه جوړ کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ💔❤💝ـــــــــــــــــــــــــــــــ
سلامونه ادب پالو، او مینه پالو ملګرو ستړي مشئ
خدای مو راوله خدای مو راته روغ، جوړ خوشحاله او سوکاله لره.
هیله من یم چې ورځ به مو ښه او له بریاوو ډکه تېره شوي وي!
دا چې مونږ ستاسو د ذوق او شوق ډېر تابع یو او هر وخت مو دا هدف وي چې تاسو ته خوښي او سکون در وبښو چې لله الحمد په دې مقصد کې کامیاب شوي هم یو او ډېرې برنامې مو د مینوالو د خوښې وړ هم ګرځېدلی دي.
نن مو هم ستاسو د ادبي تندې د ماتېدا او خړوبېدا په خاطر دا یو داسې غزل انتخاب کړی چې ډېر د خلکو په منځ کې مشهور او مقبول دی او بله دا چې ډېرو سندر غاړو او د هنر خاوندانو سندریز کړی هم دی.
شاعر ئې هم سیال صېب د ستر،پراخ او هر اړخیز فکر څښتن دی. په اشعارو کې ئې خوند او تازګي له ورایه ښکاري، د نویو او په زړه پورې تشبیهاتو راوړل ئې اشعارو ته لا ښکلا وربښلي ده. خپل قام او خپلې ژبه ته د ژمنتیا په وجه په خلکو ډېر ګران دی او احترام ورته لري! تل یی د مینې او یووالي سنذرې ویلی دي او د هر چا سره ئې مینه کړي ده.
څه چې وائې د زړه له مینځه ئې وائي، خواږه ئې وایي او ښه ئې وايي.
په شعر او شاعرۍ ئې بلها خبرې کېدلی سي خو د مضمون د اوږدېدا له ویرې په همدې اکتفا کوو.
سیال صېب ته د خدای نه د اوږد او برکتي عمر غوښتونکي یو!
پښتو ته ئې لا ځوان کړې.

08/08/2024

زما یاران بلا تورونه په یارۍ لګوي
خو په یارۍ باندې پیسه قدر توان نه کوي
عمر دراز مروت صېب

07/08/2024

شاعر
اکرام الدین مفتون صېب "حفظه الله "
انتخاب
رحمت الله وحدت وزیری الافغاني
ـــــــــــــــــ
غــــــــــــزل

که ستا لــه ژبې څخه لفظ د انکار لري شي
زه بـه کرار شم له غماز نـه به کرار لرې شي

د حريت ناوې بـه بدرنګه شي ملنګه به شي
که يي د غاړې نه د مستو زلمو هار لرې شي

هغه پښتون نــه دى، پښتـــو ژبــه دې نــه شرمــوي
چې د پښتون په خاوره اوسي ترې اختيار لرې شي

يـو مې په هيچـا بـاندې دغه حــالـت نـه لـوريږي
چې محبت د مور او سيورى ترې د پلار لرې شي

خـاونــده ورېځې لـکـه بـــورې ميندې وژړوه
چې د ګلونــو لـه مخـونـو نــه غبار لـرې شي

قـندهارى څـادر بـه وړم د بـدخشان جانان ته
که مو ترمينځ غرونه د ستړي انتظار لرې شي

مفتونه وخت بـه لــه بدنيتو نه پردې لرې کا
خو مـړه خدا کا پېښور نـه ننګرهار لرې شي
ــــــــــــــــــــــــــــ😍💝✋🌺🌹ــــــــــــــ
د مفتون صېب په اړه باید ډېر څه ولیکل شي خو خبره دا ده چې خبرې ډېرې دي.
خوښ په دې شوم چې د مفتون صېب کتاب مې بیا لاس ته راغی، دا کتاب له نن څخه تقریباً شپږ کاله مخکې ما مطالعه کړی وو، بیا راڅخه نادرکه سو خو شکر دی چې پرون یو ملګري را ډالۍ کړ! او دا تشه ډکه سوه.
د ادب شعر او شاعرۍ سره زما مینه دا دې دوو سړیو له برکته پیدا شوي ده؛ چې یو مفتون صېب دی او بل کمال محسود( رحمه الله)
دا دواړه زه خپل استادان او محسنین ګڼم، قدر ئې پېژنم او ویاړ پرې کوم.
مفتون صېب دې خدای تعالی د ډېر عمر څښتن کړي او کمال محسود ته دې خدای واړه جنتونه ور په نصیب کړي.

06/08/2024

د اقبال شاکر صېب دغه غزل د ملګرو ډېر خوښ شوی وو. ډېره مینه ئې ورکړي وه، نو ځکه مو دا دی یو ځل بیا درته خپور کړو. چا چې نه وو لیدلی په ځانګړي ډول د هغو لپاره!
وۀ ئې لولئ او ادبي تنده پرې ماته کړئ. مینه او مننه

شاعر
اقبال شاکر صېب
انتخاب
رحمت الله وحدت وزیری الافغاني
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په دغه رنګ کښې مې لیدلی نــۀ وې
جنانه ستا سترګې خو نورې ښې دي
ـــــــ..................................ــــــــ
نن به داسې څوک یاد کړو چې ډېر ځانګړی او د ډېر احترام لایق دای
یعني " اقبال شاکر صېب"
تاسو به یې هم له شعر او شاعرۍ سره په مکمله معنا بلد یاست.
اقبال شاکر صېب کـه شاعري کړي ده پـه نـره یې کړي او که د قام نمایندګي یې کړی ده هم په نره یې کړي ده
د هغه په شاعرۍ کې د ژوند ټول اړخونه په خورا حیرانونکي او خوندور ډول بیان شوي دي.
دستار ادبي بهیر/ Dastaar Adabee Baheer
ویاړي چې په لومړي ځل یې د ده شاعري په خپله غېږه کې ځای کړه
Mehmood Ayaz

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address


Kabul
1001