ملي تراني
دلته به تاسو ته شایسته نعتونه نظمونه نشریږی
#روژه #لیلة #القدر
روژه او لیلة القدر
26/02/2026
د توبې رڼا
شپه وه جومات ته نږدې کوڅه کې چوپتیا وه. یوازی د اذان نه وروسته د باد اواز اورېدل کېده.
حامد د جومات دروازې ته ولاړ وو خو دننی نه شو تللی.
ځان سره یې وویل: "زه څنګه دننی ولاړ شم…؟ زه خو د دومره ګناهونو خاوند یم
هغه شاته وګرځېد… خو ناڅاپه د جومات نه د یو سپین ږیري اواز راغی:
"زویه… ولې ولاړ یې؟
حامد ودرېد
سپین ږیري بیا وویل جومات د نیکانو لپاره نه دی… جومات د هغو لپاره دی چې الله ته بېرته راګرځي
دا خبرې لکه د رڼا غوندې د حامد زړه ته ولوېدې.
هغه ورو ورو جومات ته داخل شو
د جومات دننه یو عجیب سکون و
حامد لومړی ځل و چې په ریښتیا یې سجده کوله
او په سجده کې یې وژړل
"یا الله ؟ ما وبخښه… زه ستا بنده یم… ما وبخښه؟
اوښکې یې پر جانماز څاڅکې څاڅکی تویدې…
خو زړه یې سپکېده…
هغه شپه حامد بدل شو…
سبا خلکو ولیدل…
هغه هماغه حامد و…
خو سترګو کې یې نور و…
ژبه کې یې ذکر و…
او زړه کې یې الله و…
کلونه وروسته…
هماغه حامد د جومات امام شو…
او خلکو ته یې ویل:
"هیڅکله مه نا امیده کېږئ…
شیطان غواړي تاته ووایي ناوخته ده…
خو الله وایي:
زما رحمت تر هر څه نه لوی دی؟؟؟؟
که غواړې، زه درته هره ورځ داسی له خونده ډک فایدیوال ناول نشره وم کمینټ کی راته ولیکه
اخ نن په روزه ماتو کی به ډیرو جای خالی وی؟
بل بیت یی تاسی ولیکی؟
سپین کوچی
السلام علیکم وطنوالو
روژه مو څنګه تیریږی
سلامونه@ملګرو
خوش صوت
25/01/2026
Big thanks to جواد افغان کابل
for all your support! Congrats for being top fans on a streak 🔥!
السلام علیکم
15/07/2025
💔 د مطیعالله تراب صیب د وفات خبر
په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ژبې تکړه شاعر، لیکوال، او ولسي احساس لرونکی شخصیت مطیعالله تراب صیب نن له دې فاني ولاړ
زموږ ده ادب، فکر، احساس او ملت یو غږ چوپ شو، خو یادونه یې به تلپاتې وي.
🤲 الله دې وبخښي، جنت الفردوس دې نصیب شي، او کورنۍ، مینهوال او ټول افغان ملت ته دې الله (ج) صبر ورکړي.